ولایتي خبرونه: (بامیان، کندوز) د بامیان ولایت والي د دې ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۸
ولایتی

د بامیان ولایت په زندان کې د کارکوونکو او زندانیانو ترمنځ د (امارت پېژندنې) تر سرلیک لاندې د کتاب د مطالعې سیالي د دې زندان د ښوونې او بیا روزنې د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت د ازموینې په اخیستلو پایته ورسېده.

د یاد ولایت والي محترم الحاج قاري ګل حیدر "شفیق"، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي عبد الرحیم "احمد" او یو شمېر نورو مسوولینو او ویناوالو په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د وینا پرمهال د مطالعې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له زندانیانو یې وغوښتل، چې په دې زندان کې د دیني او عصري علومو او کسب زده کړو په بهیر کې لکه د تل په شان ښه ونډه واخلي، په غور ورته پام وکړي او دلته خپل وخت بېځایه ضایع نه کړي.

د یادو مراسمو په پای کې د نوموړې ازموینې بریالیو ګډونوالو ته تشویقي ډالۍ ورکړل شوې.

کندوز:

د کندوز ولایت په د زندان کې د زندانیانو لپاره د بایوميټریک سیسټم فعال شو

 دا نوی سیسټم چې د زندانیانو د دقیق او برېښنایي ثبت لپاره جوړ شوی، تېره ورځ رسم په کار واچول شو.

د یاد ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي وایي، د دغه سیسټم له لارې به د هر زنداني ځانګړي فزیکي او مهم معلومات ثبت او مدیریت شي، چې په خبره یې دا سیسټم د زندانیانو د چټکې پېژندنې او د قانوني پروسو په ترسره کولو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کوي.

 د یادونې وړ ده، چې په دې سیسټم کې د زندانیانو په اړه ثبت شوي معلومات خوندي ساتل کېږي.

 

رجب المرجب ۲۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

BACK TO NEWS