د کابل ولایت د څرخي پله په مرکزي محبس او توقیفخونې کې د وسایطو لپاره سرپټي تم ځایونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

news_admin
Tue, Aug 13 2024 11:20 AM
تعمیراتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو د رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په خبره، د کابل ولایت د څرخي پله په مرکزي محبس او توقیفخونې کې د نقلیه وسایطو لپاره یاد تم ځایونه چې د لسګونو لویو او کوچنیو نقلیه وسایطو د ځایېدو ظرفیت لري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړي زیاته کړه، دا تم ځایونه چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي ملاتړ او د اړوندو باتجربه کاري ډلې له لوري په ډېره کمه موده کې په اساسي ډول جوړ شوی، له امله به یې د ادارې وسایط له لمر، باران او نورو ستونزو څخه خوندي وساتل شي.

همدا راز، د تعمیراتو د رئیس محترم حاجي عبدالرحمن عابدپه وینا، د ادارې د مرکزي برخو د ورکشاپ د لا خوندې توب په موخه یې د یوه اندازه دیوال او دروازې نصبولو ترڅنګ د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي توقیفخونې د ریاست ودانۍ  د یو شمېر برخو ترمېم او رنګمالۍ چارې هم پیل کړي چې د اړوندې باتجربه کاري ډلې له لوري به په ډېره کمه موده کې په اساسي ډول بشپړې شي.

 

صفر المظفر ۹ / ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS