د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسي او مسلکي معاونیت اړوند ریاستونو او امریتونو په ناسته کې د مرکز او ولایتونو پر یو شمېر تخنيکي او مسلکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
Thu, Oct 17 2024 12:13 PM
nasta

ياده ناسته چې نن(پنجشنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم چهاريقل "ادیب" او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه ، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو د پایوازۍ په برخه کې د اسانتیاوو په زیاتولو، د زندانیانو د اصلاح په موخه د ښوونېزو او روزنېزو برنامو د لا پیاوړتیا او د چوپړتیاوو برابرولو ترخوا د اړتیا وړ مهمو تخنیکي موضوعګانو په هکله خبرې اترې او مسوولینو ته د شرعي قوانینو په رڼا کې لازمې لارښونې وشوې.

د یادونې وړ بولو، چې د دغو ناستو موخه‎ اداري چارو کې لا چټکوالی، په تخنیکي او مسلکي برخو کې ښه والی او کاري چارې د شرعي او تقنېني اسنادو په رڼا کې ترسره کول دي.

 

ربیع الثاني ۱۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS