د ننګرهار ولایت د زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

news_admin
Tue, Dec 17 2024 2:21 PM
ننگرهار

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" له لورې محترم مولوي محمد امین"نظامي" د یاد زندان د  نظامي مدیر په توګه د زندان ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.
داراز، محترم مولوي سعید په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني امنیتي مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله. 
په ورته وخت کې، د دې زندان نوي نظامي مدیر محترم مولوي محمد امین "نظامي" د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو د مننې ترڅنګ، ژمنه یې وکړله، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د زندان د لا ښه امنیت په ساتنه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

جمادي الثاني ۱۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS