ولایتي خبر (بغلان) د بغلان ولایت له زندان سره د ګلوبل پارټنرز (GP) موسسې له لورې د حفظ الصحیې توکو مرسته وشوه

news_admin
Thu, May 01 2025 11:22 AM
بغلان

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږی او د ګلوبل پارټنرز موسسې له لورې چې صابون، شامپو، د غاښونو برس، کریم، کمپلې او د اړتیا وړ نور توکي په کې شامل ول، د یادې موسسې له لورې د یاد  ریاست استازو په شتون کې د نوموړي  زندان پر محبوسینو وویشل شول.

داراز، د بغلان زندان مسوولینو د نوموړې موسسې څخه د مننې ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

ذوالقعده الحرام ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS