د زندانونو چارو د سمون ادارې د داخلي پلټنې نوي رئیس په دنده پیل وکړ

news_admin
Sat, Jun 21 2025 3:12 PM
معرفی

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا عالي مقام په منظورۍ محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف" د یادې ادارې د داخلي پلټنې نوي رئیس په توګه په دنده وګومارل شو. 
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، او یو شمېر مسوولینو شتون درلود، محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف" د داخلي پلټنې نوي رئیس په توګه د نوموړې ریاست کارکوونکو ته وپېژندل شوو.
دا راز، مسوولينو د خبرو پرمهال له پخواني رئیس څخه مننه وکړله، او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او نوي رئیس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ترې وغوښتل چې په اړوندو چارو کې له یو بل سره پوره همغږۍ او همکارۍ په درلودلو سره  د چارو د پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.
په پای کې، د داخلي پلټنې نوي رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف" د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو د مننې ترڅنګ، ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د داخلي پلټنې ریاست د چارو د لا ښه کیدو په موخه به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
 
ذوالحجة الحرام ۲۴/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS