د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د بدخشان ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
Thu, Jul 03 2025 9:49 AM
بدخشان

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، مالي او حسابي رئیس محترم حکمت " مشعل "، د کشف معاون، د شخصیتي دوسیو، مخابرې او اوپراسیون امرینو یې هم ملتیا کوله، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبري وکړې.

دا راز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو سره په جلا جلا ټوګه ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې  د نوموړو ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

همدا شان، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د دغه زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو (اعاشې) اباتې، پخلنځي، صنعتي، کانتین او روغتیايی برخو څخه د لیدنې ترڅنګ د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنيتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

محرم الحرام ۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS