ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
Tue, Mar 17 2026 1:23 PM
عفو

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته له یادو ولایتونو څخه د ښځینه او نارینه محبوسینو او محجوزینو په شمول (۱۰۱۷) تنو د حبس او حجز پاتې موده عفو او خوشې شول او د (۵۲۱‍) تنو نورو د حبس او حجز په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې ترچتر لاندې د هېواد په نورو زندانونو کې هم دغه بهیر د عملي کېدو په حال کې دی.

 

رمضان المبارک ۲۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS