د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

news_admin
Mon, Jun 15 2026 11:42 AM
ققق

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان د هغوی په خوښه د نيمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راولېږدول او یادې ادارې ته وسپارل شول.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري"، چې د دغه بهیر عملي کېدو په موخه نوموړي ولایت ته په سفر تللی وايي، یاد شمېر محکومین به د خپل حبس پاتې موده دلته د دې ادارې تر چتر لاندې زندانونو کې تېروي.

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" زیاته کړله، « ما د نیمروز ولایت د زندان مسوولینو ته سپارښتنه کړې، څو له ایرانه رالېږدو شویو محبوسینو ته ډېره پاملرنه وکړي او د انساني او شرعي حقونو په نظر کې نیولو سره ورته لومړی روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او بیا ورته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي».

د یادونې وړ بولو، چې د ا.ا.ا. له خوا د افغانستان تر بشپړې فتحې راوروسته دا د دولسم پړاو لومړۍ جوپه وه او ټاکل شوې چې یو شمېر نور محکوم په حبس افغانان هم له ایرانه خپل هېواد ته رالېږدول شي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS