د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس له مرکزي زندان او توقیفخونې څخه ليدنه وکړه

news_admin
Sat, Jan 28 2023 3:34 PM
زندان مرکزی

محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د ادارې د څار او ارزونې رئیس محترم عبدالشکور "طیب"، د مرکزي زندان رئيس محترم مولوي عطامحمد "محمد" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان څخه د لیدنې پرمهال، له مسوولینو سره د زندان او بندیانو په اړه تر بحث وروسته معلومات ترلاسه کړل.
محترم مولوي محمد یوسف مستري په دغه زندان کې د ترسره شویو فعالیتونو ستاینه وکړه او د ستونزو د حل لپاره یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز، د ادارې عمومي رئیس د مرکزي زندان له بندیانو سره کتلو لپاره د هغوی خونو یا سلولونو ته ولاړ، د هغوی د ژوند وضعیت یې وارزواوه او ډاډ یې ترلاسه کړ.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" او مل پلاوي یې د کابل ولایت د توقیفخونې او توقیفیانو ارزونې ته ولاړ او هلته یې مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغوی یې د توقیفیانو د وضعیت لا ښه والي ته ځیر کړل.

رجب المرجب ۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS