د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام سلاکار د کابل ولایت له توقیخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Feb 13 2023 1:23 PM
توقیف خانه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" تېره ورځ له یادې توقیفخونې څخه د دې لیدنې په ترڅ کې، له مسوولینو سره د مربوطه موضوعګانو په اړه خبرې اترې وکړې. داراز، محترم مولانا د کابل ولایت د توقیخونې د خوړو(اعاشې)، اباتې(اوسېدو ځای)، برېښنا، تعمیراتي چارې، روغتیايي خدمتونه او بېلا بېلې برخې وارزولې او هلته یې اړوندو مسوولینو سره د ځینو ستونزو د حل پر څرنګوالي سلا مشورې وکړې. همداشان، محترم مولوي اسدالله "مولانا" د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه او مسوولينو ته يې د هغوی لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې وکړې. رجب المرجب ۲۲/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS