د بامیان ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي یې د یاد ولایت سیغان او کهمرد ولسوالیو ته سفر وکړ

news_admin
Sat, May 27 2023 1:41 PM
بامیان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د بامیان ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" او ورسره ملا پلاوي یې د دې ولایت د سیغان او کهمرد ولسوالیو د توقیفخونو د بیا فعالیت په موخه سفر وکړ او هلته یې د یادو ولسوالیو د ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو له مدیرانو، او د محکمې له رئیسانو سره د یادو ولسوالیو د توقیفخونو د بیا فعالیت په اړه سلا مشورې وکړې.
په ورته وخت کې محترم "حقاني" په خپلو خبرو کې وویل:《د دې توقیفخونو په فعالولو سره به د یادو ولسوالیو د توقیفیانو ستونزې حل، چارو ته یې په وخت رسېدنه او لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې شي.》
په پای کې د یادو ولسوالیو ملکي او نظامي مسولینو هم ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به لازمه همکاري وکړي.

ذوالقعده-۷/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS