ډېر ژر به له ایرانه د رالېږدول شویو افغان زندانیانو د دوسیو د څېړلو بهیر پیل شي

news_admin
Sun, Jun 18 2023 2:54 PM
پالیسی

د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" نن(یکشنبې) د نوموړي ریاست له یوه جګپوړي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او له ایران څخه د رالېږدول شویو افغان زندانیانو د حقوقي او محاکماتي چارو په اړه سلا مشورې وکړې.

په دې کتنه کې، د محترم قاري عبدالله "همدرد" له خوا د زندانونو چارو د سمون ادارې له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو ریاست ته دنده ورکړل شوه، څو له یاد ریاست سره په ګډې همغږۍ په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته د را انتقال شویو افغان زندانیانو د دوسیو څېړلو ته مناسبې زمینې برابرې کړي.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې دا اداره له دوی سره په دې برخه کې هر راز همکارۍ چمتو ده.

 

ذوالقعده ۲۹/ ۱۴۴۴

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS