د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ توقیفخونه بیرته فعاله شوه

news_admin
Sun, Jul 09 2023 2:30 PM
میدان وردک

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم، د میدان وردګو ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په هڅو د دې ولایت د سیداباد ولسوالۍ توقیفخونه د څو کلن ځنډ وروسته بیرته فعاله او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.
داراز، د محترم مولوي صلاح الدین په وینا؛ د یادې توقیفخونې د بیا رغونې چارې په ښه او معیاري توګه بشپړې شوې چې له دې سره به د نوموړې ولسوالۍ د توقیفیانو ستونزې هوارې او چارو ته به یې پر وخت رسېدنه وشي.
په ورته وخت کې نوموړي زیاته کړه چې تر دې وړاندې د یادې ولسوالۍ توقیفیان د میدان وردګو ولایت مرکزي توقیفخونې ته رالېږدول او ساتل کېدل چې د یادې توقیفخونې د بیا فعالیت سره دا ستونزه حل او د توقیفیانو لپاره به لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
    
ذوالحجه ۲۱/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS