د بامیان ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل لپاره د سواد زده کړې کورس پیل شو

news_admin
Mon, Jul 10 2023 1:07 PM
bamyan

د بامیانو د پوهنې رئیس د دې ولایت د زندان له مسوولینو او زندانیانو سره ولیدل او د یاد کورس د ارزښت په اړه یې ورته معلومات ورکړل. د نوموړي زندان د مسوولینو په وینا، د زندان هغه پرسونل چې تر دې وړاندې یې د ځینو ستونزو له امله زده کړو ته لاسرسی نه درلود او یا ترې نیمګړې ياتې شوې وې، اوس به د دې کورس پر مټ خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او خپل هېواد او ملت ته به د ښه خدمت جوګه شي. همدا راز، د بامیانو پوهنې رئیس د یاد ولایت د زندان زندانیانو او پرسونل ته وویل، چې یاد کورس د دوی د پوهې د لوړولو په موخه پیل شوی، چې په کې ګډون سره به یې د علم په ګاڼه سمبال شئ. د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د بامیان ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل لپاره ورته کورس جوړ شوی وو، چې ښې پایلې یې درلودې.

ذوالحجه ۲۲/ ۱۴۴۴

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS