د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون نننۍ ناسته کې د دې کمېسیون نوي غړي معرفي شول

news_admin
Tue, Aug 22 2023 3:07 PM
کمیسیون

د یادې ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" نن(سې شنبې) په دې اړه جوړه شوې ناسته کې، چې د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبيدالله "اخلاص"، د خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار" له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د پالېسۍ او مسلکي چارو د معاونیت د دفتر  امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ګډون جوړه شوې وه، نوموړي کمېسیون ته د دغې ادارې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید"، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد" او د څرخي پله مرکزي محبس رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" په شمول درې نوي غړي معرفي او له پخوانیو غړو سره یې د ګډې همغږۍ هیله ورته وکړه.

داراز، محترم مولوي محمدیوسف "مستري" د یادې ناستې پرمهال په اداره کې د ګومارنو، تغییراتو، تبدیلیو او د چارو لاښه والي په موخه بحث او د نظرونو د تبادلې ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

صفر المظفر ۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS