د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپرایفي رئیس د میدان وردګو ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Sep 25 2023 2:42 PM
میدان وردک

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، تېره ورځ د د میدان وردګ ولایت د  زندانه له امر محترم مولوي صلاح الدین  سره ولیدل او  په اړوندو موضوعګانو یې ورسره خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړي ولایت له زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزي او غوښتنې له نږدې واورېدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې ستونزې او غوښتني به یې اړوندو مسوولینو سره شریکي کړي.

همدا راز د زندانونو چارو د سمو ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس چې د میدان وردګو ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین هم ورسره د یاد زندان بیا رغونې چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي مسوولین وايي، د دې ولایت د زندان د بیا رغونې چارې په ښه او معیاري توګه بشپړې شوې، چې له امله به یې زندانیانو ته لازمې او د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

د یادولو ده چې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ او د یادې ادارې په همکارۍ  د یاد زندان ودانۍ ترڅنګ د ښځېنه څانګې، د ماشومانو د اصلاح او روزنې، دروازې او دیوالونه بیا رغول شوي دي.

 

ربیع الاول ۱۰ / ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS