د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د دې ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ د روزنیز او مسلکي کورس له روان بهیر څخه ارزونه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۲:۰
قومندانی تعلیم تربیه

د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" د نوموړي تعلیمي مرکز د روزنیز او مسلکي کورس د نظامي برخې ګډونوالو زده کوونکو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړله، کوښښ کوو چې ملکي او نظامي پرسونل د ښوونیزو او روزنیزو بېلابیلو برنامو له لارې داسې وروزو څو یې کاري وړتیا لوړه او ورسپارل شوي مسوولیتونه په پوره رېښتینولۍ او زړورتیا سره ترسره کړي.

همداشان، نظامي مرستیال د یاد کورس ګډونوالو نظامي مسوولینو ته سپارښتنه وکړله چې نظم او ډسپلین مراعات او له نظامي یونوفورم څخه په استفادې بېرته چارو ته پر ورستنېدو له زندانیانو سره لا نور هم ښه چلند وکړئ، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې جدي پاملرنه وکړئ.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د نوموړي کورس له استادانو څخه وغوښتل، چې په کورس کې د ګډونوالو د ښې روزنې لپاره خپلې هلې ځلې لازیاتې او د مربوطه چارو په هکله ورته لازمې لارښوونې وکړي.

داراز، محترم بدر د نوموړي قومندانئ  له پخلنځي څخه هم لیدنه وکړله او د غذايي توکو د کیفیت او د پخولو د څرنګوالي په اړه یې له اړوندو مسوولینو او پخوونکو سره خبرې وکړې او هغوی ته یې د خوړو د کیفیت د لاښه کولو او د پاکۍ او نظافت پر پام کې نیولو ټینګار وکړ.

 

 

رمضان المبارک ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS