د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
ولایتی

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته له یادو ولایتونو څخه د ښځینه او نارینه محبوسینو او محجوزینو ماشومانو په شمول (۷۴) تنو د حبس او حجز پاتې موده عفو او خوشې شول او د (۱۰۵) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو ترچتر لاندې د هېواد په نورو زندانونو کې هم دغه بهیر د عملي کېدو په حال کې دی.

 

رمضان المبارک ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS