د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کندز ولایت له زندان څخه ارزونه وکړله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۶
کندز

د دې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د نوموړي ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړلې.

د محترم الحاج محمد کاظم "طارق"په مشرۍ پلاوي د یاد زندان له رئیس سره په لیدنه کې د نظم، ډسپلین او زندانیانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه وکړله.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي، د دې ولایت د زندان له زندانیانو سره له نږدې ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو یې ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

همداراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړلې.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د کندز ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړلې.

 

صفر المظفر۱۵/۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۴
Background image

د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د کنړ ولایت د زندان ارزونه وکړله

د ا.ا.ا. د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله حیات " حقاني" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون غړو کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې چې د یاد ولایت مرستیال محترم مولوي عبدالله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو نوی رئیس وټاکل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د کارکوونکو چارو نوی رئیس وټاکل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانو چارو د تنظیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي لغمان ولایت ته سفر وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق په. . .

BACK TO NEWS