د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د خوست ولایت له زندانه ارزونه وکړلهد زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د خوست ولایت له زندانه ارزونه وکړله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۰
غفع

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال"فاتح" او مل پلاوي یې خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" سره يې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

داراز، محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان زندانیانو سره له نږدې ولیدل ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوند مسوولینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په پار لارښوونې وکړلې.  

داراز، نوموړي پلاوي د یادې برخې مسوولینو ته په خبرو کې وویل؛ چې خپلو مسوولیتونو ته د پاملرنې تر څنګ پایوازانو سره ښه چلند وکړي.

همداراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت د توقیفخونې څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد ولایت د توقیفخونې له توقیفیانو سره له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ  پلاوي د خوست ولایت د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه وکړله.

محترم قاري محمد بلال فاتح د یاد  مرکز له محجوزینو سره هم ولیدل او هغوی ته یې په خپلو خبرو کې وویل:  دلته چې ستاسو ته د  اصلاح په موخه د زده کړو زمینه برابره شوې، خپل وخت بې ځایه تېر نه کړئ هڅه وکړئ چې دیني، عصري او حرفوي زده کړو څخه ګټه پورته او د خپل د حجز مودې پوره کېدو سره سم خپلې کورنۍ سره د سالمو وګړو په څېر یو ځای شئ.

په پای کې، نوموړي پلاوي د یاد زندان اداري، روغتیايي، ښوونیزې، روزنیزې، کانټینونو او نورې خدماتي چارې له نږدې وارزولې او د لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

 

صفر المظفر ۲۹/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۴
Background image

د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د کنړ ولایت د زندان ارزونه وکړله

د ا.ا.ا. د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله حیات " حقاني" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون غړو کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې چې د یاد ولایت مرستیال محترم مولوي عبدالله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو نوی رئیس وټاکل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ د کارکوونکو چارو نوی رئیس وټاکل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانو چارو د تنظیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي لغمان ولایت ته سفر وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق په. . .

BACK TO NEWS