د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو کارکوونکو ته د لیکونو د تعقیب او څارنې معلوماتي سیسټم په اړه دوه ورځینی ښوونيز سمینار پیل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۴:۳۸
تکنالوژی

دغه سیمینار چې د نوموړې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې ریاست له خوا د مرکزي ریاستونو، امریتونو او مدیرتونو د کارکوونکو لپاره جوړ شوی وو، د لیکونو د تعقیب او څارنې د معلوماتي سیسټم (ډیټابیس) په اړه چې د یاد ریاست د باتجربه انجنیرانو له لوري په کمه موده او میعاري ډول جوړ دی، د پوهاوي او کارونې په اړه یې دوه ورځینی ښوونيز سمینار پیل شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده" په دې اړه په جوړو شویو مراسیمو کې چې د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبید الله "اخلاص"، د تدارکاتو رئیس محترم میرمحمد "مجدود" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود ګډونوالو ته په خبرو کې وویل چې اداره تل کوښښ کوي څو  د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د زندانونو د کارکوونکو لپاره داسې سیسټمونه رامنځ ته کړي چې پر مټ یې په اداري چارو کې دقت، کیفیت او منظم چټکوالی  رامنځ ته شي.
 دا راز، د مقام د دفتر رئیس محترم عبید الله "اخلاص" د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې زیاته کړه هڅه مو دا وه څو د اداري چارو د منظمې تګلارې په هدف یو میعاري سیسټم رامنځ ته کړو چې په کمه موده کې و توانیدو د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې ریاست د باتجربه انجنیرانو له لوري دا سیسټم رامنځ ته کړو. 
په پای کې، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې ریاست مسوولینو د یاد ډیټابیس په اړه ګډنوالو ته په خبرو کې وویل:« د لیکونو د تعقیب او څارنې معلوماتي سیسټم چې په ساده شکل سره ډېزاین او په نوې ټکنالوژۍ کې رغول شوی په هر ډول ځیرک ټلیفونونو او کمپیوټرونو کې د کارونې وړ دی چې په ګټې اخیستنې سره به یې د اسنادو د ورکیدو یا له منځه تللو څخه مخنیوی، په وخت سره د مکتبونو او نورو سندونو رسېدنه، د معلوماتو خوندي ساتل او په اداري چارو کې روڼتیا رامنځ ته کړي.»

جمادي الاول ۲۱/  ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS