د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې ریاست له مسوولینو سره ولیدل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۵:۸
معاونیت نظامی

لوی پاسوال محترم قاري حبیب الله "بدر" نن(یکشنبې) د ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې د رئیس محترم انجنیر عبیدالله "اخندزاده" او د دې ریاست له کارکونکو سره په لیدنه کې پر یو لړ تخنیکي مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، محترم بدر نوموړو مسوولینو ته لارښونه وکړه څو د زندانیانو د امنیت لا خوندیتوب په موخه ‎په زندانونو کې د امنیتي کېمرو او د سکن ماشینونو له جملې چې ځینې یې له کاره ولېدلي دي بېرته و رغول شي.

همداشان، نوموړي د ولایتونو سره د اړیکو او کاري اسانتیاوو په موخه د مخابرې د پوښښ ساحې پر پراخېدو ټنګار او په دې برخه کې یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړې.

په ورته وخت کې، محترم اخندزاده د ادارې د نظامي چارو مرستیال ته په یادو برخو کې د رسېدنې د ډاډ تر څنګ له نوموړي څخه  وغوښتل چې د تخنیکي پرسونل د وړتیا وړتیاوو لوړاوي په موخه ورته د تخنیکي سمینارونو زمینه برابر کړي ‎.

 

صفر المظفر ۱۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS