د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د ادارې له یو شمېر نظامي مسوولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۵۳
ارکان

په ياده ناسته کې، د زندانونو چارو  د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په داسې حال کې چې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"،  د قرارګاه د امنيتي قطعې قوماندان محترم  مل پاسوال مولوي خالقداد "رحمت" د پولیسو د حقوقو، تخنیک، اوپراسیون مدیرانو او یو شمېر نورو  امنیتي مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، د کاري چارو د ښوالي او د مسوولینو او پرسونل ترمنځ د لاښې همغږۍ، غوره پلان جوړولو، سهولتونو او خدمتونو برابرولو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، په یاده ناسته کې يو شمېر امنيتي مسوولينو خپلو کاري کړنو او لاسته راوړنو او  د ځينو ستونزو او اړتیاوو يادونه وکړله، چې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس له خوا ورته په یادو برخو کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

په پای کې د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله مولانا د امنيتي مسوولينو او پرسونل ترمنځ  د کارونو لا ښه پرمختګ د پوره همغږۍ او همکارۍ پر زیاتولو ټینګار وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وشوې.

 

محرم الحرام ۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS