د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې ا.ا.ا یو شمیر مسوولینو سره د سوالګرو د راټولولو بهیر په تګلاره بحث وکړ

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۲:۳۲
مرکز اصلاح

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق "همکار"، د سرې میاشتې عمومي ریاست اداري او مالي مرستیال محترم مولوي نورالدین "ترابي"، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د عدلیې، شهدا او معلولینو، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او د کار او ټولنېزو چارو، وزارتونو ځینو مسوولینو د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز په جوړه شوې غونده کې د ا.ا.ا عاليقدر مشرتابه (حفظه الله) د فرمان په اساس چې په هغه کې د هېواد له ګڼ شمېر ولایتونو څخه د سوالګرو راټولول شامل وو، په دې اړه په ګډو خبرو کې د یاد بهير په تګلارو بحث وکړ.
داراز، په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د یادو مسوولینو له لوري پرېکړه وشوه چې په راتلونکې ناسته کې به د یو منظم پلان له مخې د سوالګرو د راټولولو د بهير په تګلاره کې د بدلون پر بنسټ د مستحقو او حرفوي سوالګرو تر منځ د بیلوالي په اساس به د هغوی له جملې، اړمنو سره په منظم ډول مرسته او همکاري وشي. 

جمادي الاول ۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS