د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي فاریاب ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۱۸
فاریاب

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په داسې حال کې، چې د بلخ ولایت ښاروال محترم حافظ عبد الرحمن "همت"، د یاد زندان رئیس محترم الحاج مولوي محمد موسی "ایمل" او د نوموي ولایت د علماوو شورا رئیس محترم شېخ عبد الجلیل "شهید خیل " هم ورسره وه، فاریاب ولایت د زندان وضعیت یې و ارزاوه او له مسوولینو سره یې هم پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري په مشرۍ  پلاوي د دغه ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د زندان د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او هم یې ځینې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې اړوندو مسوولینو ته سپارښته وشوه څو د هغوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنې وکړي.

په ورته مهال، د ادارې عمومي رئیس د دې  زندان د ښوونې او بیا روزنې،  ډوډۍ او خوړو پخولو، اباتې، د برېښنايي خدماتو وړاندې کولو، تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې وارزولې او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې رئیس محترم مولوي الحاج محمد یوسف مسترۍ په مشرۍ پلاوي د دغه زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، امنیتي پوستو او نورو برخو څخه لیدنه وکړله او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

رمضان المبارک ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت‌

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

BACK TO NEWS