د زندانونو چارو د سمون ادارې ملکي او نظامي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه د ښوونیز مسلکي کورس دوره پیل شوه

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۴۳
کورس

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"په داسې حال کې، چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د معلوماتي ټیکنالوژۍ رئیس محترم چهاریقل  "ادیب"، د تدارګاتو رئیس محترم میر محمد "مجدود"او د ادارې یوشمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو شتون درلود، د علم پر ارزښت خبرې وکړې او د کورس ګډونوالو ته په خبرو کې وویل: « د چارو په ترسراوي کې په پوره اخلاص او صداقت سره خپلې مټې راونغاړئ او په ګډه د هېواد د ابادۍ اوسوکالۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړئ». 

داراز، د دې ادارې د کارکوونکو چارو رئیس وویل: د رهبرۍ موخه دا ده چې  ملکي او نظامي پرسونل په مسلکي توګه وروزل شي او زده کړې وکړي.

محترم مولوي سعید د یاد روزنیز او ښوونیز کورس له ګډونوالو څخه وغوښتل چې له دې شته فرصت څخه ګټه پورته کړي څو چارې یې پرته له خنډ او ځنډ ترسره شي.

دغه کورس چې د ادارې ملکي او نظامي پرسونل د پوهې لوړونې په موخه نن پیل شو د (۹۰) ورځو په اوږدو کې به د اداري، مدیریتي، انګلیسي ژبې او کامپیوټر په برخو کې زده کړې ورکړل شي.

 

صفر المظفر ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS