د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ یو پلاوي بامیانو ولایت ته سفر وکړ

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۳۸
بامیان

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د روغتیا رئیس محترم ډاکتر سید احمد "اسحاقزی"، د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل"حکمت"، د شخصیتي دوسیو امر محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او یو شمېر نور مسوولین هم وو، په پیل کې د بامیانو ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبد الله "سرحدي"، د یاد ولایت د عدلي او قضايي اورګانونو له مسوولینو او د علماوو شورا  له غړیو سره هم ولیدل او د یاد ولایت د زندان او توقیفخونو د امنیت او نورو اړوندو مسایلو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

تر دې وروسته، نظامي مرستیال او مل پلاوي نوموړي ولایت زندان ته لاړ او هلته یې د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

دا راز، پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د زندان د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او هم یې ځینې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د رسېدنې ژمنه وشوه.

همدا شان، پلاوي تر دې ليدنې وروسته د نوموړي زندان اداري او امنيتي وضعيت هم له نږدې وارزاوه او د امنیتي ټاورونو د څارلو ترڅنګ يې له امنیتي اړخه زیانمنونکي ځایونه په نښه او د هغو د امنیت لا ښه ټینګښت لپاره یې د زندان مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر  په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو د خوړو ، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

ذوالحجة الحرام ۲۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل ښوونیز مرکز کې اړوندو مسوولینو ته د جوړ شوي ښوونیز سیمینار له جریانه لیدنه وکړه

محترم الحاج محمدکاظم "طارق" نن(شنبې) په داسې حال کې چې د یادې ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د کابل ولایت د ښوونیز مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۱۱
Background image

ولایتي خبرونه (پکتیا، میدان وردګ) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پیل شوې

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د دغه زندان رئیس او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو برخه لرله، د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستيال په مشرۍ یوه پلاوي د جوزجان ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌ الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس. . .

BACK TO NEWS