د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د  غور او هرات ولایتونو اداري او تخنیکي چارو څخه ارزونه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۴:۳۶
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې یو پلاوی غور او هرات ولایتونو ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد ولایتونو د زندانونو د تطبیقي او تفصلي پلانونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړله.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړله، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

په پای کې، د نوموړي پلاوي له لورې د یادو زندانونو کارکونکو ته د کاري وړتیا لوړونې په پار سمینار ترسره او  د چارو د لا ښه ترسراوي په موخه ورته هراړخیز معلومات ورکړل شول.

 

جمادي الثاني ۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امری

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS