د مرکز کابل په ګډون د هېواد د ۳۳ ولایتونو د زندانونو ۱۸۰ تنه نظامي مسوولین له ښوونېز او مسلکي کورس او سمینار څخه فارغ شول

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۳:۲۰
معاونیت نظامی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ په ۹۰ ورځیني روزنیز او مسلکي کورس کې د هېواد د مرکز او ۳۳ ولایتونو د زندانونو د افسرانو او ساتنمنانو له جملې ۱۳۹ تنو او د ظرفیت لوړونې سمینار څخه د تخنیک د برخې ۴۱ تنو له ۱ میاشتیني ګډون وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل، یادو افسرانو او ساتنمنانو ته په نوموړي کورس کې د بندیانو د ساتلو، محاکمو او له یو ولایت څخه بل ولایت ته د هغوی د انتقال، ښه چلند کولو، د زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو، نظامي یونیفورم څخه د استفادې او د تخنیک د برخې مسوولینو ته د وسلو، وسایطو، تجهیزاتو، نظامي اداري اصولو تر خوا  نظم او ډسپلین په پام کې نیولو اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ورکړل شوې.

په همدې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې  د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د خدماتو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د یاد مرکز استادانو او یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، لومړی د قطعې معاینه ترسره او د یاد ښوونیز او مسلکي کورس او سمینار ګډونوالو ته د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړله: « له فتحې څخه تر دې دمه دغې ادارې د تعلیمي مرکز له لوري په مختلفو دورو کې له نظامي زده کړو څخه (۱۸۹۴) تنه افسران، ساتنمنان او ساتونکي او په یو شمېر ولایتونو کې یې (۴۲۴) تنو نظامیانو ته نظامي زده کړې او په اداري بخش کې یې د مخابرې، تکنالوژي، تخنیک، لوژیستیک او نورو مدیرتونو او امریتونو مسوولینو ته  هم زده کړې او روزنې ورکړې دي چې پرمټ یې خپلو چارو کې شته نیمګړتیاوې حل، ښه کاري چاپېریال رامنځته او له دې لارې یې د زندانیانو ټول اسلامي او شرعي حقوق رعایت کړي».

همدا شان، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د مغرضو پردیپالو رسنیو له لورې د هېواد په زندانونو کې د ربړونې راپورونه رد کړل او زیاته یې کړله چې د رسنیو پرمخ د زندانونو دروازې خلاصې دي او دوی کولای شي هم دلته او هم له زندانه د باندې د خوشې شویو زندانیانو له حاله ځان خبر کړي.

دغه راز، نوموړي یادو فارغانو ته سپارښتنه وکړله چې د خپلو مشرانو اطاعت او له زندانیانو سره لا نور هم ښه چلند وکړي، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې پاملرنه لا زیاته کړي، څو زندانیان د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره بیا یوځای شي.

دغه راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد ناصري او د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله دروېش هم په خپل وار سره یادو فارغانو ته په خبرو کې وویل؛ د ښوونکو له خوا چې درته کومې زده کړې درکول شوي هم یې خپله عملي کړي او هم یې د زندانونو په امنیتي برخو کې له نورو همکارانو سره په پوره امانتوالۍ شریک کړي څو مو خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول ادا شي.

د یادو مراسمو په پای کې فارغو شویو ګډونوالو د تصدیق پاڼو د ترلاسه کولو پرمهال په یاد کورس او سمینار کې په خپل ګډون خوښي وښوده او ژمنه یې وکړله چې ورسپارل شوې چارې او مسوولیتونه به په ښه توګه ترسره کړي.

 

 

رجب المرجب ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ا.ا.ا. ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له نظامي مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر اساس د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې، اداري چارې او د زندانیانو وضعیت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

BACK TO NEWS