د هرات ولایت د توقیفخونو د امرینو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار پای ته ورسېد

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۱:۵۲
هرات

د هرات ولایت د توقیفخونو د امرینو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار پای ته ورسېد

 

د هرات ولایت د زندان د مسوولینو له لورې د یاد ولایت د توقیفخونو د امرینو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی درې ورځینی سیمینار پای ته ورسېد .

د نوموړي ولایت د زندان د مسوولینو په وینا، یاد سیمینار کې د تجربه لرونکو ښوونکو په مټ د دې ولایت د توقیفخونو امرینو ته د تورنو د ساتنې، له هغوی سره د ښه چلند، داعاشې‌، اباتې‌،  محاکمو ته د تورنو انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهمو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول.

داراز، د سمینار ګډونوالو د زندان رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې دا ډول سمینارونه د دوی د پوهې په لوړولو کې اړین دي او په اداري چارو یې مثبت اغیز کوي.

نوموړو ژمنه وکړه چې ترلاسه کړې زده کړې به له اړوندو توقیفخونو کارکوونکو سره شریکې او په کاري ماحول کې به ترې پوره ګټه پورته کړي.

د یادولو ده چې د یاد سیمنار په پای مراسمو کې  د دې زندان د مسوولینو له لورې نوموړو امرینو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

 

ربیع الاول ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS