د پکتیکا ولایت په زندان کې یو کتابتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۴:۵۵
ولایتی

د پکتیکا ولایت د زندان مسوولینو په وینا یاد کتابتون د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" د یاد کتابتون د پرانیستو پر مهال د یاد زندان له زندانیانو څخه وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه تیر نه کړې او د نوموړي کتابتون څخه په ګټې اخیستنې سره مطالعه وکړي.
په ورته وخت کې، زندانیانو د یاد کتابتون پر جوړیدو خوښي څرګنده کړه او ادارې څخه یې مننه وکړه چې د نورو اسانتاوو تر څنګ یې دوی ته یو کتابتون هم پرانیستو.
نوموړو زندانیانو ژمنه وکړه چې له یاد کتابتون څخه به په ډیرې لېوالتیا سره ګټه پورته کوي. 

شوال المکرم ۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS