د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له لوري د بشریت د ستر لارښود او د اسلام د خوږ پيغمبر حضرت محمد مصطفی(صلی الله علیه وسلم) د میلاد مبارکه ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۶:۵۶
مرکز اصلاح

په غونډه کې د زندانونو چارو سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نظامي چارو د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د سترې محمکمې د دارالافتاء عمومي رئیس محترم مفتي عزیز الله "مظهري" او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه چې په کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (صل الله علیه وسلم)  د شخصیت په اړه خبرې وشوې.
په پیل کې، غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ژوند لیک او سيرت مبارک ګډون والو ته ولوست.
 په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) پر سیرت د خبرو ترڅنګ د یاد مرکز له مسوولینو څخه مننه وکړه چې د محجوزینو لپاره یې د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) برنامه برابره کړې چې له دې سره به دوی وکولی شي  د خپل خوږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم)  له سیرت سره اشنا او د نوموړي مبارک د سیرت  سره سم عمل وکړي.

داراز، محترم قاري بدر زیاته کړه چې زندانونه د شکنجې ځای نه بلکې د اصلاح او روزنې ځای دی چې دلته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو پر مټ به محجوزین وکولای شي چې د خپلې بند مودې تر پای ته رسېدو وروسته د یو سالم وګړي په توګه ټولنې ته د خدمت وړ وګرځي. 
داراز، د غونډې ویناوالو په خپل وار سره د حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم)  په سیرت خبرې وکړې او د ژوند په ټولو چارو کې یې د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لارې او طریقې په تعقیب ټینګار وکړ.
همدا شان، نوموړو زیاته کړه  که خلک په سیاسي، اقتصادي او د ژوند ټولو چارو کې د پیغمبر (ص) لاره خپله کړي، ستونزې به ونه لري.
همداشان، د یادو مراسم په ترڅ کې یو شمېر زده کوونکو خپلې چمتو کړې ترانې، نعتونه او مقالې ګډون والو ته ولوستلې چې د حاضرینو له لوري یې تود هرکلی وشو.
په پای کې، د یاد مرکز د مسوولینو له لورې یو شمېر استادانو ته دهغوی د ښه خدمت په موخه ستاینلیکونه او د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم)  د سیالۍ یو شمیر ممتازو زده کوونکو ته ډالۍ ورکړل شوې.

ربیع الاول ۱۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS