د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس د یوناما له پلاوي سره وليدل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۴:۱۲
محبس مرکزی

محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"‌ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) له پلاوي سره په دې لیدنه کې د دې زندان د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او انسانتیاوو برابرولو ترڅنګ، د لوی اختر په مناسبت د زندانیانو عفوې او تخفیف د بهیر د عملي کولو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، په لیدنه کې محترم مولوي خاکسار زیاته کړله، چې په نوموړي زندان کې ټولو زندانیانو ته د ښې ساتنې او پالنې سهولتونو سربېره هغوی ته دیني او عصري علومو او کسب زده کړو زمینه برابر شوې، چې په خبره یې تر ازادېدو وروسته به ترې ښه ګټه واخلي.

په ورته وخت کې، د یوناما دفتر پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس له محبوسینو سره هم له نږدې ولیدل او د هغوی لپاره یې د برابروشویو ښو خدمتونو او اسانتیاوو او د بشري حقونو د خوندیتوب له امله د زندانونو چارو د سمون ادارې د مسوولینو هڅې وستایلې.

 

ذوالحجة الحرام ۱۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS