زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې په خپله اوومه ناسته کې پر یو لړ مهمو مسایلو بحث وکړ

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۴:۴۷
کمیته 0

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي معاونیت په وړاندیز او د دې ادارې د رهبرۍ په منظورۍ د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" په مشرۍ او د ۱۱ بېلابېلو مرکزي برخو رئیسانو په ګډون رامنځته شوې کمېټې د خپلو ناستو په لړ کې نن( دوشنبې) په زندانونو کې د (PCO) فعالولو یا د بندیانو او کورنیو تر منځ یې د ټلیفوني اړیکو ټینګولو په موخه د موظف شوي پلاوي د وړاندیز شوې طرحې په اړه هراړخیزې خبرې اترې او مشورې وکړې.
دغه راز، یادې کمېټې په دې ناسته کې په نوموړې ادارې پورې اړوند د یو شمېر مسلکي او تخنیکي چارو په هکله هم بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
هېره دې نه وي، چې یادې کمېټې په تېرو شپږو ناستو کې، د کمېټې د ناستو د څرنګوالي، د بندیانو او محجوزینو د ورزشي کړنلارې، د ملکي خدمتونو د بستونو د دندو د لایحو، د بندیانو د حضوري ملاقاتونو د کړنلارې، په کشفي او امنیتي اورګانونو کې د تورنو د ساتلو د څرنګوالي په اړه د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان د تطبیق، د ولایتي نظارتي پلان، د صعب العلاجو بندي ناروغانو د درملنې د څرنګوالي او د بندیانو شکایتونو ته د رسېدنې د لارښود د طرح کولو، تحلیلولو، توحید یا یوځای کولو، پالېسۍ، پلان او ریپوټ ورکولو کړنلارې، د بېلابېلو کاري برخو له چارو د عملي څارنې د پلان او یو لړ نورو مهمو مسایلو په اړه بحث او لازمې پرېکړې کړې دي.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او نورو ناڅرګندو مسایلو څپړل او بحث کول دي.

ربېع الاول-۲۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS