ولايتي خبرونه (زابل، سمنګان) زابل ولایت د شاجوی، ارغنداب او شهر صفا ولسوالیو توقیفخونو لپاره نوي امرین په دندو وګومارل شول

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۲:۲۰
noori

د زابل ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په مشرۍ یوه پلاوی شاجوی، ارغنداب او شهرصفا ولسوالیو ته په سفر ولاړ، او د ادارې له اړتیا سره سم یې محترم حاجي فیض الله "فیضان" د ارغنداب ولسوالۍ د توقیفخونې امر په توګه، محترم مولوي مسلم الله "سالمي" شاجوی ولسوالی د  توقیفخونې د امر په توګه او محترم مولوي شیر احمد "حبیب" د شهر صفا ولسوالۍ د توقیفخونې د امر په توګه د مراسمو په ترڅ کې  د یادو توقیفخونو پرسونل ته معرفي کړل.

داراز، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو کې ویناوالو د دې ولسوالیو د توقیفخونو د مخکینيو مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او د یادو توقیفخونو له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسنيو مسوولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د نوموړو توقیفخونو لپاره نویو ګومارل شویو مسوولینو د یاد ولایت د زندان له رهبرۍ څخه پر هغوی د باور  کولو مننه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ  سره پر مخ وړي.

 

د یو بل خبر له مخې، یونیسف موسسې له لورې د سمنګان ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه

 

د یونیسف موسسې له لوري د دغه ولایت له د ماشومانو او د اصلاح مرکز  سره د حفظ الصحې توکي چې شامپو، د ماشومانو پوډر، څپلۍ، شیدې او د اړتیا وړ نور توکي په کې شامل ول، مرسته وشوه چې د یاد مرکز د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره پر محجوزینو وويشل شوه.

داراز، د نوموړي ولایت مسوولینو د یونیسف موسسې د مرستو څخه د مننې ترڅنګ د مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

 

صفر المضفر ۲۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS