ولایتي خبرونه: (جوزجان، پکتیکا) د جوزجان ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (الحق المبین )کتاب تر نامه لاندې سیالۍ پای ته ورسېده

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۱۰
ولایتی

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان (۱۲۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه،  د هغوی د فکري روزنې او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د البرز فکري او فرهنګي ادارې او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت په همکارۍ په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د جوزجان ولایت د زندان امر محترم عبد الباري "مخلص"، د نوموړي ولایت د استخباراتو، اطلاعاتو او کلتور رئیسانو په ګډون یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو هم شتون درلود، ویناوالو د مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او زندانیانو څخه یې وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او شته فرصت څخه په ګتې اخیستنې سره مطالعه وکړي.

همدا راز، د یاد زندان امر له زندانیانو څخه وغوښتل چې د دیني زده کړو په ترلاسه کولو او د پوهې په لوړولو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

د یادونې وړ ده، چې  په یاده سیالۍ کې (۱۲۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه، چې د ازموینې له پایلو وروسته (۱۵) تنو غوره ګډونوال ته د نقدي جایزې، جامو او د رحیق المختوم  کتابونه د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

د بو بل خبر له مخې، د پکتیکا ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، تېره ورځ په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو او پرسونل پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ چې څلور ورځې یې دوام درلود، پای ته ورسېده. 

د نوموړي زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په وینا؛ دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا  زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي څو پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د پکتیکا ولایت د زندان زندانیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

 

ربیع الاول ۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ر یاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS