ولایتي خبرونه (غزني، پروان، بامیان، زابل، پکتیا) د اسد ۲۴مه د فتحې د ورځې په مناسبت د غزني ولایت په زندان کې د ازادۍ د لارې سپېڅلو شهیدانو پاک روح ته د دعا کولو په موخه د قرآن عظیم الشان ختم وشو.

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۵ - ۱۱:۴۶
ولایتی

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د  یاد ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د نوموړي زندان پرسونل ته په خبرو کې وویل ازادي د الله (ج) ستر نعمت دی، زیاته یې کړه چې د هېواد د ازادۍ د ترلاسه کولو په هدف مو ډیرې سختۍ او ستړیاوې وګاللې او اوس له دې نعمت څخه برخمن شو، نو لازمه ده چې خپلو هېوادوالو ته د ښه خدمت کولو جوګه شو.

داراز، د یادو مراسمو په پای کې د قرآن عظیم الشان د ختم او دعایي په ویلو سره د هېواد د ابادۍ، سوکالی او د  ازادۍ د لارې سپيڅلي شهیدانو پاک روح ته د دعاوې وشوې.

پروان:

د یو بل خبر له مخې، د پروان ولایت زندان د رهبرۍ په هڅو، او د یوناما د بشري برخې مسوولینو له لورې د دې ولایت د زندان  له ښځینه محبس او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د  حفظ الصحې بستو مرسته وشوه چې د یاد زندان د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره د نوموړي محبس په محبوسینو او محجوزینو  وويشل شول.

بامیان:

بل خوا بیا، د یونیسف موسسې له لوري د بامیان ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز  سره د یو اندازه د فرش مرسته وشوه چې د یاد مرکز مسوولینو د یونیسف موسسې څخه د مننې ترڅنګ د ورته مرستو او همکاریو د دوام هیله وشوه.

زابل:

په همدې حال کې، د زابل ولایت د زندان د مسوولینو په وینا د یاد زندان د بریښنا سیستم بیا ورغول شو او  د زندانیانو لپاره د بريښنا ستونزه هواره شوه.

د زندان مسوولینو زیاته کړه، د نوموړي زندان د بريښنا د سیستم د بیا روغونې ترڅنګ زندانیانو ته د ښه خدمت کولو په موخه د هغوي ټولې خونې فرش شوې.

پکتیا:

د اسد ۲۴مه د فتحې ورځې په مناسبت د پکتیا ولایت په زندان کې د غونډو یو تالا او  د زندانیانو لپاره د یو تفریحي پارک جوړولو چارې پیل شوې

 

د هېواد زندانونو او زندانیانو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د پکتیا ولایت په زندان کې د غونډو یو تالار او د زندانیانو لپاره د تفریحي پارک  جوړونې چارې پیل شوې.

د دې زندان د مسوولینو په وینا، دغه تالار او پارک جوړولو چارو مالي لګښت د څو تنو خیرخوا وګړو له خوا ورکول کېږي چې د یادو چارو په بشپړېدو سره به زندانیانو ته د تفریح په موخه لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

داراز، نوموړي ‎مسوولین زیاتوي چې له دې کار یې موخه د زندانیانو لپاره د ښه چاپېریال برابرول، او د دوی د روحي سلامتیا په پام کې نيول دي.

 

 

صفر المظفر ۱۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS