ولایتي خبرونه ( هرات، کندز، میدان وردګ ) دهرات د زندان  له خوا د دې ولایت د توقیخونو اداري مسوولینو لپاره ۷ ورځنۍ ښوونیز سیمینار پای ته ورسېد

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۱:۶
هرات

دهرات د زندان  له خوا د دې ولایت د توقیخونو اداري مسوولینو لپاره ۷ ورځنۍ ښوونیز سیمینار پای ته ورسېد

د نوموړي ولایت د زندان د رئیس محترم الحاج ملا شراف الدین "مخلص" په خبره په دې سیمینار کې له دوو مجربو استادانو له لورې یادو توقیفخونو اداري مسوولینو ته د وړتیا لوړونې په موخه اړوندو اداري چارو په اړه زده کړې ورکړل شوې.

د  هرات ولایت د زندان رئیس محترم مخلص د دې زندان او توقیفخونو د اداري مسوولینو د وړتیا لوړونې لپاره ګټور وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل، څو په دې سیمینار کې له ترلاسه کړیو معلوماتو او روزنو څخه د خپلو چارو په عملي برخه کې ښه ګټه واخلي.

په پای کې د یاد زندانونو مسوولنیو له لورې د سیمینار ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

 

د یو بل خبر له مخې، د کندز ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې امریت سره د همکارو موسسو له لورې د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

 

د دې ولایت د مسوولینو په وینا یاد توکي چې قرطاسیه، د مینځولو توکي، د اوبو څښلو ترموزونه، سطلونه، تشتونه، او د اړتیا وړ نور توکي شامل دي، د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې امریت ته وسپارل شول.

داراز، نوموړي امریت مسوولینو د یادو بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ یادې مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې له نورو کورني او بهرینو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

بل خوا بیا، د میدان وردګ ولایت د زندان مسوولینو د یاد  ولایت د سید اباد ولسوالۍ  له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

 

تېره ورځ د میدان وردګ ولایت د زندان یو پلاوي د دې ولایت د سید اباد ولسوالۍ د توقیفخونې څخه د ليدنې ترڅنګ، له مسوولینو سره پر  اړوندو چارو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان له توقیفیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او روا غوښتنې ترې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ‌ډاډ ورکړ.

 

ربیع الاول ۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

BACK TO NEWS