ولایتي خبرونه: (پکتیا، بادغیس، پکتیکا) د پکتیا ولایت د زندان په کلنیک کې د غاښونو څانګه پرانېستل شوه

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۳۸
ولایتی

یاده څانګه، د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په هڅو، چې په کې د غاښونو کلنیک اړوند مجهز توکي موجود دي ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د دې زندان ر‎ئیس په وینا، په دغه کلنیک کې زندانیانو ته د غاښونو ډکول، کښل، اعصاب ایستنه، پوښول، صفا کول او همدا شان نور اړوند خدمات ترسره کیږي.

د دې ولایت د زندان زندانیانو د نوموړې څانګې په جوړیدو یې خوښي وښوده او د زندان له مسوولینو څخه ځانګړي مننه وکړله.

بادغیس:

د بادغیس ولایت د زندان امر په مشرۍ  یوه  پلاوي د دې ولایت د جوند، غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړله

د دې ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د جوند، غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د یاد ولایت د زندان په انګړ کې د زندانیانو شپږو ټیمونو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو، چې موخه یې د زندانيانو د ذهني سکون، سالمې او مثبتې بوختيا سربېره د اصلاح او روزنې د بهير د پياوړتيا په برخه کې يو مهم ګام بلل کېږي.

 د پکتیکا ولايت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" وويل؛ د دې ډول ورزشي کړنو تنظيم د زندانيانو پر روحي حالت مثبتې اغېزې لري او دا ډول پروګرامونه د زندانيانو د بيا ټولنيز کېدو او مثبت بدلون په برخه کې هم مهم رول لري.

 

ذوالقعده ۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS