ولایتي خبرونه (پکتیا، میدان وردګ) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پای ته ورسېده

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۵۶
ولایتی

دغه سیالي چې د الکوثر فرهنګې بنسټ او د یاد زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت سره په همغږۍ په لاره اچول شوې وه د یولړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د نوموړي ولایت د مقام د دفتر رئیس مولوي نور الله "ممتاز"، د اطلاعاتو او کلتور، د برېښنا او د کارکوونکو چارو رئیسانو او یو شمېر نورو مسوولینو برخه لرله، د نبوي سیرت زده کړو او دا ډول روزنیزو برنامو په ارزښت یې خبرې وکړې.

محترم قاري عادل زیاته کړله، دا د هر مسلمان ځوان دنده ده چې د خپل محبوب پیغمبر حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.

دا راز، د غونډې ګډونوالو د دې زندان رهبرۍ څخه مننه وکړله، چې زندانیانو ته دا ډول روزنیزې برنامې په لاره اچوي او په راتلوونکې کې یې هم د دغه شان برنامو پر دوام ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې، د مسوولینو له لورې د دغې سیالۍ ممتازو زده کوونکو ته لپ ټاپ کمپیوټر، الفجر ساعتونه او د قلم لرونکی قران کریم ورته د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د چک ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

 

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي د نوموړي ولایت د چک ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

 

محرم الحرام ۲۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS