ولایتي خبرونه (پکتیا، هلمند) د پکتیا ولایت له زندان څخه  (۵۰) تنو محبوسینو د سواد زده کړو دوره پای ته ورسوله

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۱:۴۹
ولایتی

دغه دوره چې د یاد زندان او د دې ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ په مخ وړل کېده، نن یې د پای غونډې په مراسمو کې د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په داسې حال کې چې د دغه ولایت د استیناف محکمې رئیس محترم مفتي عبدالله "خالد" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د دوی د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړله، چې په پام کې لري په دې زندان کې نورو ښوونیزو برنامو ته هم مناسبه زمینه برابره کړي.

همداشان، د یادو مراسمو ګډونوالو هم په زندان کې د دا ډول برنامو پرمخ وړل یو مثبت ګام وباله او د زندان له رهبرۍ څخه یې د مننې تر څنګ د نورو ګټورو برنامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

په پای کې، یاد مراسم فارغو شویو محبوسینو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې او دعايې په کولو سره پایته ورسېدل.

 

د یو بل خبر له مخې، د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه د دې ولایت د زندان او ښار جوړونې مسووولینو لیدنه وکړله

 

د دې ولایت د زندان او ښار جوړونې مسووولینو د سنګین ولسوالۍ د توقیفخونې روانې رغنیزې چارې له نږدې  ولیدلې او کارکوونکو ته یې د چارو په ښه او بنسټېز ډول د ترسره کوولو سپارښتنه وکړله.

د نوموړو مسوولینو په وینا، دغه چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړېږي چې پرمټ به یې هم پرسونل ته د کار کولو ښه فضا او هم توقیفیانو ته د اوسېدو مناسبه زمینه او لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

 

رمضان المبارک ۱/ ۱۴۴۶

 د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS