په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونیسف، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اصلاح او روزنې له مرکزونو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۵۷
یونیسف

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژيکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سیداحمد "اسحاقزي" او د ادارې د روغتیا رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" په ګډون یوه پلاوي نن (چهارشنبې) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب برخې متخصصینو هر یو محترم میري، محترم یووي او محترم سمیع "هاشمي" په شمول پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د یادې کتنې پرمهال دواړو لوریو، د هېواد د اصلاح او روزنې مرکزونو د محجوزینو د روغتیا، ښوونې او روزنې او د هغوی د حقونو د خوندیتوب په اړه  خبرې اترې وکړې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پلاوي له خوا په نوموړو برخو کې د خپلو ترسره کړیو فعالیتونو د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، د یونیسف د مرستو او په ګډه د همکارۍ غوښتنه وشوه.

په ورته وخت کې، د یونیسف د دفتر پلاوي په نوموړو مرکزونو کې له محجوزینو سره تر خپلې وسې پورې د اړتیا وړ توکو د برابرولو ترڅنګ، په نږدې راتلونکي کې د اصلاح او روزنې د مرکزونو د کارکونکو لپاره د ماشومانو د حقونو د رعایتولو په اړه د سیمینارونو د جوړولو او

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز د تعمیر د ځینو برخو د ترميم او رنګمالي کولو ژمنه وکړه.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې پلاوي د یونیسف د پلاوي له خوا پر یادو ژمنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې دوی به هم له خپله اړخه د یونیسف دفتر اړوندو کارکوونکو او مسوولینو ته د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د نوموړو ژمنو د عملي کولو لپاره لازمې همغږۍ او اسانتیاوې برابرې کړي.

شوال المکرم ۱۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS