ولایتي خبرونه: ( کونړ- غزني- بامیان) د کونړ ولایت د زندان ۳۶ تنه زندانیان د قران کریم د حفظ، ناظرې او ترجمې له برخې فارغ شول

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۱:۴۱
رمضانی

د دغه زندان د ښوونې او روزنې او دعوت او ارشاد مدیریتونو په ګډې هڅې د دیني زده کړو له پروګرامونو څخه د فراغت په دوام، دا ځل ۵ تنو زندانیانو د قران کریم د حفظ، ۵ تنو د ترجمې او ۲۶ نور د ناظرې برخه پایته ورسوله، چې نوموړو ته په نورو دیني زده کړو د برخې اخیستو د هڅونې او د یاد پروګرام  پنځه تنو استادانو ته د ښه تدریس په موخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ستاینلیکونه ورکړل شول.

د کونړ ولایت د زندان امر محترم قاري فرهاد "نسیمي" یادو مراسمو ته په خبرو کې په داسې حال کې، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ، د جهادي مدرسې، د استیناف، ښاري محکمو رئیسانو او یو شمېر نورو علماوو او مسوولینو هم شتون درلود، له فارغو شویو زندانیانو سره ژمنه وکړه، چې دوی ته به د ښوونې او بیا روزنې د پروسې ښه والي او چټکوالي لپار خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

په ورته وخت کې محترم "نسیمي" د کونړ ولایت د زندان د مربوطه مسوولینو له خوا د دې زندان زندانیانو ته د زده کړو د ښه چاپېریال رامنځته کولو په موخه ځانګړې مننه وکړه او سپارښتنه یې ورته وکړه، څو په دې برخه کې لانور ګټور ګامونه پورته کړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د غزني د زندان مسوولین زیاتوي، چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره سم د دې ولایت د مقام له لورې د ۶۰ کېلو ګرامه خرما مرسته شوې چې نوموړو هم په روڼه توګه په زندانیانو وېشلې.

دا راز، د دې زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ په نورو داخلي او نړوالي همکارو بنسټونو هم  غږ وکړ چې په دې مبارکه میاشت کې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

بل لور بیا، د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او د بامیانو ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو په یاد زندان کې د پرسونل لپاره د قران کریم د ترجمې دوره چې د ادارې د تجربه لرونکو دیني عالمانو له خوا به پرمخ وړل کېږي، پیل شوه.

د دغه زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" پرسونل ته د دې پروګرامونو د جوړولو موخه، د قران کریم په ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني او اسلامي فکر او روحیې د دوی سمبالول يادوي.

همدا راز، د نوموړې دورې ګډونوالو د دې دورې پر پیلېدو خوښي وښوده او د زندانونو چارو د سمون له ادارې څخه یې په دې زندان کې د دا ډول نورو ګټورو پروګرامونو د عملي کولو غوښتنه وکړه.

 

 

رمظان المبارک ۲/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS