ولایتي خبرونه: ( میدان وردګ، نورستان، سرپل)

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۱
ولایتی

د میدان وردګ ولایت د زندان زندانیانو لپاره یو تفریحي پارک د دې ولایت د والي محترم مولوي بختیار "معاذ" او د ازموینو ملي ادارې د رئیس محترم شیخ عبدالباقي "حقاني" په حضور کې پرانیستل شو

 

د میدان وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په وینا نوموړی پارک د زندانونو چارو د سمون اداري په مالي لګښت جوړ شوی او موخه يې د زندانیانو فکري ارامتیا او نوموړو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کول دي.

داراز، دغو پلاوو د یاد ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو سره په کتنه کې زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی چې د زندانونو چارو د سمون ادارې لخوا  تاسو ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینې برابرې شوي دي نو کوښښ وکړئ چې خپل وخت بې ځای تیر نه کړئ له دې فرصت څخه په ګتې اخیستنې سره په راتلوونکې کې خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځئ.

   په پای کې، د دې زندان امر محترم مولوي صلاح الدین راغلو پلاوو څخه مننه وکړه او هغوی هم په دې اړه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

د یو بل خبر له مخې، د نورستان ولایت د مرافعې محکمې رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندانه د لیدنې ترڅنک د یاد زندان مسوولینو سره د زندانیانو محکماتي چارو او د دوسیو په اړه خبرې وکړې.

 

داراز پلاوي د نورستان ولایت د زندان د بندیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی محکماتي چارو او دوسیو په اړه ستونزې او غوښتنې ترې واورېدې او د ژر څېړلو  په موخه یې د دغه زندان مسوولینو سره لازمې مشورې وکړې.

بل لور بیا، د سرپل ولایت د علماوو شورا څو تنو غړو د دې ولایت د زندان مسوولینو سره ولیدل او د محجوزینو لپاره د دینې زده کړو په اړه یې ورسره خبرې وکړې

همداشان، راغلو علمای کرامو په زندان کې دننه د زندانیانو لپاره د دیني، عصري او حرفوي زده کړو د برنامو په لیدلو د دا ډول ګټورو پروګرامونو پرمخ وړل یو مثبت ګام وباله او د زندان له رهبرۍ څخه یې د مننې تر څنګ د نورو دیني برنامو پر عملي کولو هم ټینګار وکړ.

 

ذوالحجة الحرام ۴/ ۱۴۴۵

 د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS