د کابل ولایت د ماشومان د اصلاح او روزنې مرکز لپاره د دعوت او ارشاد نوي مسئول په کار پیل وکړ

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۱ - ۱۲:۲۰
خبر دعوت ارشاد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" له لورې نن(یکشنبې) په داسې حال کې چې د دې ادارې د پخواني بندي مجاهدینو د ریاست رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله" حقاني" هم ورسره وو، محترم مولوي عطاء محمد د کابل ولایت ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د ارشاد او دعوت برخې د نوي مسئول په توګه رسماً معرفي او د خیر د دعا په کولو یې ورته په چارو کې د بریاوو هیله څرګنده کړه.

داراز، محترم مولوي صدیق الله صدیقي په خپلو خبرو کې د یاد مرکز له پرسونل څخه وغوښتل، څو د خپلو امرینو اطاعت وکړي او ځانونه په نبوي (ص) سنتو برابر، د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) د فرمان پر بنسټ پینځه وخته لمونځونه په جماعت سره ادا او خلپو دیني او عصري زده کړو ته د دوام ترڅنګ، په خپلو منځونو کې د ښو اخلاقو رعایتولو او په چارو کې د شرعي اوصولو په پام کې نیولو ته زیاته پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې، د کابل ولایت ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د ارشاد او دعوت برخې نوي مسئول هم د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا ده ته د دې مسوولیت د سپارلو له کبله مننه وکړه او ویې ویل، چې دا مسوولیت ورته یو امانت دی او په پوره صداقت به یې ترسره کوي.

د یادولو ده، چې نوموړی به د دغه مسوولیت ترڅنګ د دې مرکز د جومات امامت هم کوي.

 

صفر المظفر ۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS