د هېواد د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو د لوژستیک د برخې د مسوولینو د وړتیاوو لوړونې په موخه (۲) ورځینی سمینار پیل شو‎

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۵:۴
مرکزی

دغه سمینار چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د داخلي تفتېش ریاست له لوري جوړ شوی، د پرانیستې په مراسمو کې یې د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله " همدرد "، په داسې حال کې چې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فصل احمد "احمدي" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د یاد سیمینار پرمهال ګډونوالو ته د ښه راغلاست وویلو تر څنګ زیاته کړله : « دا چې د زندانونو چارو د سمون اداره په نوبت سره د مرکز او ولایتونو د زندانونو مسوولینو ته ښوونیز او روزنیز سمینارونه برابر کړي نو په دې ترڅ کې ادارې تاسو ته دا فرصت برابر کړی څو خپلو چارو کې لا نور معلومات هم لاسته راوړئ».

 داراز، محترم قاري همدرد له ګډونوالو وغوښتل چې په دې (۲) ورځينې سمینار کې د ادارې د تجربه لرونکو ښوونکو څخه ګټه پورته او درکړل شوي درسونه او تجربې په غور سره زده او په چارو کې پرې مخ ته لاړ شي.

په ورته وخت کې، د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" په سمینار کې د ګډونوالو له ګډون کولو خوښي و ښوده او له نوموړو یې و غوښتل چې په خپلو چارو کې له امانتدارۍ او صداقت څخه کار واخلئ څو چارې مو هم د الله (ج) او هم د ملت د رضایت سبب وګرځي.

همدا راز، د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي احمدي یاد سیمینار د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې اړین وباله او زیاته یې کړله دا چې په یوې ادارې کې د لوژستیک برخه مهم ځای لري نو لازمه ده چې د اداري چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره ګډه همکاري او د چارو د لا ښوالي په موخه سره لاسونه ورکړو.

همدا شان، د سمینار ګډونوالو هم دا ډول پروګرامونه د هغوی د پوهې لوړونې په هدف غوره وبلل او د ورته برنامو د دوام هیله یې وکړه.

 

رجب المرجب ۴/  ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS