ولايتي خبرونه( غزني، ننګرهار، بادغیس) د غزني او ننګرهار ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه تنه زندانیان خوشې او د سلګونو تنو د بند په موده کې تخفیف راوستل شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۲۸
ولایتی

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس ځیني زندانیان چې په دیني او عصري زده کړو کې یې برخه اخیستې او ښه ځلیدلي وو (۲۱۵) تنو ته عفوه او (۳۵۹) تنه نور هم له تخفیف څخه برخمن شول.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د غزني ولایت والي محترم مولوي عبد الصمد "جاوید" په داسې حال کې چې د یاد ولایت یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم ګډون درلود په خپلو خبرو کې د دوی د ازادېدو له امله مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، څو په راتلونکې کې له ناوړه او د قانون خلاف کړنو څخه لاس په سر او په زندان کې له ورکړل شویو دیني، عصري او حرفوي زده کړو څخه په ګتې اخیستنې خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد نور "بلال شاهین" په وینا د دې ولایت له زندانه (۹۲) تنو ته عفوه او (۱۶۱) تنو ته د بند په موده کې تخفیف او د ننګرهار ولایت د زندان د رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" په وینا له یاد زندان څخه (۱۲۳) تنو زندانیانو ته عفوه او (۱۹۸) تنو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

 

د یو بل خبر له مخې، د یونسیف موسسې له لوري د بادغیس ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د یو اندازه حفظ الصحي توکو مرسته وشوه.

داراز، د دې ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" د دغې مرستې په موخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ دغه مرستې  اړینې وبللې او تر خوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

 

شعبان المعظم  ۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت .

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۲:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کورنيو چارو وزارت د روغتيا عمومي رئیس سره ولیدل

د نوموړې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې یو شمېر نورو رئیسانو یې بدرګه کوله د کورنيو چارو وزارت د روغتيا رئیس محترم مولوي صدیق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د یادې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د نوموړې ادارې یو شمېر رئیسانو یې هم ملتیا کوله، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۴۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه زندان سره د سره صلیب له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د کالیو منځلو پودر، شامپو، صابون، خوړو دسترخوان، جارو، د اوبو سطلونه، د. . .

BACK TO NEWS