د زندانونو چارو د سمون ادارې د حکمونو او فرمانونو د پلي کولو امریت له لوري د هېواد د مرکز او (۳۳) ولایتونو اړوندو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځینی سمینار پای ته ورسېده

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
خبر سیمینار

دغه سمینار چې د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا د هېواد د مرکز او (۳۳) ولایتونو د حکمونو او فرمانونو د پلي کولو (۴۱) تنومدیرانو لپاره جوړ شوی و، په کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د فرمانونو او حکمونو پر وخت او ښه ډول د عملې کولو په هدف ورته لازم او هر اړخیز معلومات ورکړل شو.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام دفتررئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د فرمانونو او حکمونو د پلي کولو امر محترم مولوي شهیدالله "خالد" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګه په خپلو خبرو کې وویل چې اسلامي نظام ته خدمت لوړ مقام او اطاعت یې لوی مسوولیت دی نو د نظام قدر وکړئ او درکړل شوې چارې په صداقت سره ترسره کړئ.

داراز، نوموړي زیاته کړله چې ا.ا.ا. د مشر تابه (حفظه الله) فرمانونو او حکمونه باید پر وخت او ښه ډول پرمخ یوسئ.

همدا راز، د فرمانونو او حکمونو د پلي کولو امر محترم مولوي خالد د یاد سمینارګډونوالو ته وویل چې د تل په څېر به مو کوښښ دا وي چې کارونه د الله (ج) د رضا لپاره ترسره، د خپلو مشرانو اطاعت، او د ادارې د تجربه لرونکو استادانو څخه ترلاسه کړو زده کړو او تجربو له مخې خپلې چارې مخ ته یوسئ.

همدا شان، د سمینار ګډونوالو هم د خوښۍ په څرګندولو سره دغه ډول سمینارونو جوړول ګټور یاد کړل او ژمنه یې وکړله چې ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په خپلو کاري چارو کې ترې عظیمه ګټه پورته کړي.

 

 

رمضان المبارک ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .

BACK TO NEWS