د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې د یو شمېر ریاستونو له چارو څخه ارزونه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۱:۵۵
پالیسی

نن (دوشنبې) د دغې ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله د زندانونو چارو د سمون ادارې د پلان او پالېسي، د تعمیراتو او د ازادي د سلب پر ځایونو د ارزونې ریاست او د شخصیتي دوسیو امریت له مسوولینو او کارکونکو سره وليدل او د هغوی د کړنو، لاسته راوړنو، ستونزو او غوښتنو په تړاو یې معلومات ترلاسه کړل.

په ورته وخت کې، پلاوي د یادې ارزونې په ترڅ کې اړوندو مسوولینو، او کارکوونکو ته په خبرو کې زیاته کړله چې اداره د کور او کارکوونکي د کورنۍ حیثیت لري نو د خپل کور د ابادۍ په موخه باید نظم، متقابل احترام، ګډې همغږۍ او  همکارۍ ته خاصه پاملرنه وکړو.

داراز، یادو مسوولینو او کارکوونکو د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په ورتګ خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړله چې د ا.ا.ا. تر چتر لاندې به ټولو شرعي اصول مرعاتوي او چارې به د تل په څېر په امانتدارۍ سره سرته رسوي.

دغه راز، د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج طارق په وينا، د ادارې د اړوندو برخو له ارزونې څخه یې هدف د اصولو مطابق د چارو ښه پرمخ وړل، د اصلاحاتو راوستل او د کارکونکو ستونزو او وړانديزونو ته په وخت رسېدنه ده.

 

شوال المکرم ۲۳/۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS